کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دچين په شمال تيانجين ښار کې دچارشنبې په شپه دسختو چاودنو له امله څه ناڅه ١٧ تنه ووژل شول او ٥٢٠ تنه نور ټپيان شول .
په چين کې دسيمه ئيزو رسنيو دخبر له مخې ، دغه چاودنې دکيمياوي او خطرناکو مادو په ډيپو کې او په دغه بندرې ښار کې په سيمه ئيز وخت په درې ويشتو بجو او دريو دقيقو شوي دي .
ددغو چاودنو له امله څپې او ټکانونه د تيانجين په څو کيلومتري واټن کې احساس شوې دي .
په دغه ښار کې دويمه چاودنه له لومړي چاودنې څخه ديرش ثانيې وروسته وشوه .
دچين دزلزلې سنجونې سازمان دلومړۍ چاودنې سختوالي په دريو ټنو مادو سره او دويمې چاودنې سختوالي په يو ويشتو ټنو چاوديدونکو مادو سره برابره بللې ده . دچين رسمي خبري اژانس خبر ورکړ چې اصلي چاودنې ته څيرمه نورې کوچني چاودنې هم شوې دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې په تيانجين کې دچارشنبې دشپې چاودنې دبينهاي دصنعتي پراختيا په سيمه کې ترسره شوې دي چې په هغه کې خطرناک مواد ساتل کيدل .
تيانجين دپيکينک په جنوب ختيځ کې دچين يو ډير مهم صنعتي بندر بلل کيږي چې نږدې پنځلس مليونه تنه پکې ژوند کوي .
0 1 دقیقه لوستل