خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: د هرات تاریخي ګدامونه به د لاسي صنایعو په بازار بدل شي

کابل، مرغومې ۲۰مه، باختر 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له تاریخي ګدامونو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت د تاریخي آبدو د ساتنې او بیارغونې کلک هوډ لري.

 نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همدې موخه کوټلي ګامونه اخیستي او تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د هرات له تاریخي ګدامونو څخه په راتلونکي کې د مختلقو کلتوري برخو او نندارتونونو په توګه ګټه اخیستل کېدای شي.

ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې له دغو تاریخي ګدامونو څخه د لاسي صنایعو د سرپټي بازار په توګه ګټه پورته کړي تر څو د بهرنیو سېلانیانو لپاره د کتنې په غوره ځای بدل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات تاریخي ګدامونه د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي، چې د ۱۴ زره متر مربع مساحت لري او د هرات ښار په زړه کې موقعیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته