ورزش

په ننګرهارکې د کرکټ په لوبغالي کې چاودنو اته تنه شهیدان کړل

جلال اباد باختر د غويي د  میاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار ولایت د جلال ښار د بهسودو پل ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې تېره شپه درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له امله یې اته تنه وژل شوي او پنځه  څلوېښت تنه نور ټپیان شوي دي.
ځايي  چارواکي وايي: دغه چاودنې د شپې یولس بجې او شل دقیقي د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله  خوږياڼي د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې اته تنه ټپیان له لومړنۍ درملنې څخه وروسته بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي، خو پاتې اووه دېرش تنه ټپيان لا هم تر درملنې لاندې دي.
سرچینه زیاتوي چې په شهیدانو کې د دغو سیالیو ترتیب کوونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر، د لغمان د ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل،ربیع الله، خاطر ماشوم، سید محمد، اجمل او قاري حميد شامل دي، خو د يو تن شهید هويت لا هم معلوم نه دی.
تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې  نه ده منلې .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته