کابل، غبرګولي۹مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړي کولو په موخه د یاد وزارت د غونډو په نړیوال تالار کې د (مطالعې دود کول) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار جوړ کړ.
دغه سیمنار چې د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معنیت اړوند د عامه کتابتونو د یوې ورځې لپاره جوړ کړی و، ګډوانولو ته يې د مطالعې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزيزي د سمینار ګډونوالو ته د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې کتاب د نړۍ د پرمختګ یوازېنی عامل دی او بشر د مطالعې په مرسته د کمال لوړو درجو ته رسوي.
نوموړي همدارنګه وویل: افغان ځوانان چې تازه د جګړې له ګردابه را وتلي، اوس يې وار دی چې د مطالعې لپاره وخت ځانګړی او ځانونه د پوهې په ګاڼه سمبال کړي.
عزيزي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د مطالعې لپاره د زمینې او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او د مطالعې فرهنګ عامولو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د عامه کتابتونو رئيس قاري عبیدالله حنیف له خلکو غوښتنه وکړه چې د ورځنیو کارونو تر څنګ دې مطالعه هم له یاده نه باسي.
حنیف زیاته کړه، د سیاسي لوبو له ښکار کېدو څخه د ځان ژغورنې یوازېنۍ لاره مطالعه ده او د خپل تاریخ او فرهنګ پېژندلو لپاره هم مطالعه اړینه ګڼل کېږي.
نوموړي په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د دود کولو لپاره د ولس همکاري اړینه وبلله او له کورنیو څخه يې غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه د کتابونو مطالعې ته وهڅوي.
د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې کتابونه د تمدنونو ترمنځ د وصل نقطه وبلله.
دوی همدارنګه مطالعه د فرهنګي هویت ساتلو لپاره د ټولنې مهمه اړتیا یاده کړه او ټینګار وشو چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ یو ستر لامل هلته د کتابونو د لوستلو او مطالعې د فرهنګ عاموالی دی.
په پای کې ګډونوالو په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د رواجولو لپاره دا ډول سمینارونه مهم وبلل او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وشوه چې دا لړۍ دې جاري وساتي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د دود کولو په موخه په ۱۳۴۴ لمریز کال کې عامه کتابتون جوړ شو، چې اوسمهال د عامه کتابتونونو د ریاست اړوند په ټول هېواد کې ۹۵ عامه دولتي کتابتونونه موجود دي او همدارنګه ۲۸ عامه خصوصي کتابتونه هم فعال دي.
افغانمل