سیاستخبرونهټولنهTOP

د اسلامي هېوادونو د علماوو ټولنې پلاوی: اسلامي امارت د اسلامي نظامونو غوره سمبول دی

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن هېواد ته د اسلامي هېوادونو د علماوو ټولنې له راغلي پلاوي سره، په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم وردګ هم شتون درلود، په ارګ ماڼۍ کې وکتل.

د یادو علماوو په استازیتوب ډاکټر علي قره داغي په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت وستایه او دا یې د افغانستان د علماوو، حافظانو او ټولو مجاهدینو د قربانیو پایله وبلله.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد پلاوی د اسلامي هېوادونو د ۶۴ ټولنو او د څلورو مذاهبو د علماوو په استازیتوب کابل ته راغلی او د اسلامي امارت مشرتابه ته یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

هغه همدارنګه وویل چې دا مهال د اسلامي نړۍ سترګې اسلامي امارت او د فلسطین مجاهدینو ته دي او د افغانستان اسلامي امارت یې د اسلامي نظامونو د یو سمبول په توګه یاد کړ.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت رئيس الوزرا په دغه کتنه کې یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې اوسنی نظام  له علماوو جوړ دی او د اسلامي نړۍ د علماوو هڅو او زیار ته د قدر په سترګه ګوري.

هغه زیاته کړه، چې د فلسطین مظلوم ملت هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له درد او ځور سره مخ شوی دی او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت یووالي ته جدي اړتیا ده او دغه دروند مسوولیت یوازې علماء ترسره کولای شي.

رئيس الوزرا همدارنګه وویل چې افغانستان دا مهال د زلزلې، سېلابونو او په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د اخراج له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو د حل لپاره یې د اسلامي امارت ټول مسوولین په تعهد او اخلاص کار کوي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په ګډون د کابینې له یو شمېر غړو سره هم لیدنې درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته