ټولنه

په پروان کې د اووه کيلومتره سړک د جوړلو اوکريړ اچولو کار پيل شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
په پروان ولايت کې د اووه کيلومتره سړک د جوړولو او کريړ اچولو کار               پرون پيل شو.
د پروان ولايت د فوايدعامې رئيس عبدالسلام صافي د باختر آژانس خبريال                ته وويل: د دغې پروژې لګښت دڅه دپاسه درې ميليونه ۵۰۰ زره افغانۍ د فوايدعامې وزار ت له بودجې څخه ورکول کيږي او په ده مسکين ساحه کې د بګرام ولسوالۍ مرکز د کابل  له لويې لارې سره نښلوي..
د دغه سړک په اوږدوکې استنادي ديوالونه او د ويالو جوړول هم په پام کې نيول شوي دي  .
د دغې پروژې د پرانستلو په وخت کې چې يوشمېر مسوولينو ګډون کړى و، د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد وويل: د لويو لارو د حالت د ښه والي په مقصد مهم پروګرامونه ترلاس لاندې نيول شوي چې يوه بېلګه يې د همدغه سړک پيل دى.
وروسته د سيمې څو تنو سپين ږيرو د نورو په استازيتوب د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: ددغې پروژې په بشپړيدوسره دکرنې او کرنيزو محصولاتو دليږدولو په پرخه زيات بدلون رامنځته کيږي.
پاى    شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته