سیاست

د ازبکستان جمهوررئیس یاد هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر تاريخي وباله

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د ازبکستان جمهوررئیس پرون له غرمې مخکې د یاد هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړو شاندارو مراسمو په لړ کې چې د افغانستان او ازبکستان ملي سرودونه غږول کېدل، تود هرکلی ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تشریفاتو ځانګړې قطعې له معاینې وروسته د افغانستان او ازبکستان مشران، چې په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو پلاویو هم حضور درلود په رسمي ځای کې ودرېدل او د تشریفاتو قطعه د درناوي په دود د لوژ له مخې  تېره شوه. 
وروسته د افغانستان او ازبکستان جمهورو رئیسانو د رسنیو په حضور کې د دواړو هېوادونو عمده مسایلو، سیمه ییزو موضوعاتو، د متقابلې همکارۍ او د تاريخي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان جمهوررئیس د افغانستان جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره مهم او د یوې تاریخي پېښې په توګه یاد کړ. هغه څرګنده کړه چې له سلو کلونو وروسته؛ د افغانستان او ازبکستان اړیکې له سره پیل شوې او د کیفیت له پلوه دا مناسبات زیات پیاوړي شول او همداسې پراختیا مومي.
هغه زیاته کړه، له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې مو د زیربنایي او انکشافي پروژو لپاره د پیسو پر ځانګړي کولو، دسولې او ثبات د ټینګښت، اقتصادي همکاریو، لېږد را لېږد (حمل و نقل)، لوړو زده کړو، ترانزیټ، ګډې ژبې او فرهنګ په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس شوکت میرضیایف زیاته کړه، په ۲۰۱۸ کال کې به ابوریحان البیروني په افغانستان کې ونمانځل شي او دغه راز  لا زیاتو موافقو ته د رسېدو په خاطر به د همکارۍ ګډکنفرانس هم په دغه کال کې جوړ کړو.
هغه د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د جمهوررئیس غني او افغانستان حکومت د هڅو قدرداني وکړه، زیاته یې کړه موږ په دې برخه کې د افغانستان حکومت د ټولو عملي اقداماتو ملاتړ کوو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه غواړو چې د شته ستونزو د حل په خاطر موږ سره یو ځای شي.
د ازبکستان جمهور رئیس زیاته کړه، په دې کتنه کې موافقه شوې ده چې د دواړو هېوادونو د امنیت شورا دفترونه پر امنیتي طرحو ګډ کار وکړي.
جمهوررئیس غني د ازبکستان د جمهوررئیس ضیایف او خلکو د بلنې او ښې مېلمه پالنې مننه او قدرداني وکړه وې ویل، د ازبکستان د جمهورئیس په توګه ستاسو په حضور سره د دې هېواد خلکو ثابته کړه چې په لوړ درک او ظرفیت یې تصمیم نیولی دی.
د هېواد جمهوررئیس د همکارۍ او همغږۍ پر رامنځته شوې فضا خوښي څرګنده او د ازبکستان له جمهور رئیس څخه یې مننه وکړه چې په نړیواله کچه یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې د تامین د ملاتړ غږ اوچت کړی دی.
هغه زیاته کړه، زموږ ګډ لیدلوری چې مرکزي اسیا د اسیا خوځنده زړه دی او باید د هراړخیز ارتباط وسیله شي، یوه بینادي نقطه ګنل کېږي. جمهوررئیس له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د ازبکستان د اقداماتو مننه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ  ژورې  تمدني رېښې لرو، په ځانګړي ډول اسلامي تمدن او زموږ ګډ شخصیتونه، امیر عليشېر نوایي، ابوریجان البیروني او ګوهرشاد بیګم چې زموږ ګډ فرهنګ جوړوي او زموږ د وصل، یووالي او همکارۍ لامل شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په کابل کې د ابوریحان البیروني سیمینار جوړېدل کېدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکارۍ بل بُعد وګڼل شي او زموږ دا مناسبات به ورځ په ورځ، اونۍ په اونۍ او میاشت په میاشت لا پراختیا ومومي.
جمهور رئیس وویل: زموږ سل کلن جلاوالی زموږ تصمیم نه وو، بلکې پر دوو ورونو او همدله مملکتونو تحمیل شوی وو او اوس اړتیا ده چې سل کاله جبران کړو او د هوسا، بنیادي او پیاوړي راتلونکي اړيکې جوړې کړو.
محمد اشرف غني زیاته کړه، اراده او عمل په یوه نجیبه حلقه کې مجسم کېږي او د همکارۍ د موافقتنامو لاسلیک د همدې ارادې پایله ده او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې به لا ډېرې ژورې او پراخې شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، ۲۰۱۸ کال د عمل کال دی او موږ د خپلو شریکانو په همکارۍ د اقتصادي او زیربنایي پروژو په هر اړخیز تطبیق کې  خپل هیڅ ډول هڅې نه سپموو.
جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي په داسې حال کې چې د دې هېواد لوړپوړو مقاماتو یې ملتیا کوله، تېر ماښام د تاشکند ښار د ترکتور جوړولو فابریکې او د دغه هېواد د داخلي صنایعو نندارتون وکوت. د دې فابریکې مسوولینو او د یاد نندارتون جوړونکو د ازبکستان د داخلي صنایعو د تولیداتو او دغه راز د دې فابریکې د کارکولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
د دې لېدنې په پای کې د ازبکستان لومړي وزیر جمهوررئیس غني ته د ازبکستان له لوري افغانستان ته د ۲۵ کاسټر موټرو او یو شمېر ترکتورونو د ورکړې اسناد ور وسپارل.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته