امنیت

په نورستان کې له امنيتي ځواکونوسره په مخامخه جګړه کې دپاکستاني او افغاني طالبانو دسردروند زيان .

کابل باختر دوري  نولسمه:
نهه تنه وسله وال طالبان چې څلور تنه پاکستانيان هم  پکې شامل و په نورستان ولايت کې دافغانستان له سرحدي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تيره شپه  ناوخته دکامديش په ولسوالۍ  کې دډيورنډ  کرښې ته څيرمه  هغه  وخت ونښته چې په لسګونو افغاني او پاکستاني طالبانو دافغانستان دسرحدي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ددغې ډلې دڅلورو تنو پنجابيانو په گدون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  شپږ تنه نور يې ټپيان شول
ده وويل په ټپيانو کې درې تنه پاکستاني طالبان هم شامل دي 
ويل کيږي چې دغه نښته يو ساعت روانه وه او په بهير کې  يې يرغلګرو طالبانو  بيرته د ډيورنډ  پورې غاړې ته تيښته  وکړه .
دافغانستان سرحدي ځواکونه وايي چې ددغې نښتې په پاى کې  يې  دطالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته