سیاستخبرونهTOP

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د ازبکستان له ستر مفتي سره وکتل

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب ازبکستان هېواد ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې له مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د نږدې همکارۍ سربېره د دواړو هېوادونو علماوو ترمنځ د اړیکو پر همغږۍ، د جوماتونو او مدرسو او د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې اترې وکړې.

د يادونې وړ ده چې دغه هیئت به د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان هېواد د مسوولینو سره د لیدنو سربېره د سمرقند او بخارا له اسلامي مرکزونو څخه هم ليدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته