روغتیا

په پلخمري کې په نشه يي توکو د ١٤٩٠ تنو روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې لومړۍ نيټه  :
په پلخمري ښارکې  په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې په مرکز کې په نشه يي توکو ديوشمير روږدو  ځوانانو درملنه شوې ده.
په پلخمري ښارکې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې  دديرش بستريز روغتون  مسوول ډاکتر رحم خدا نوري دباخترآژانس خبريال ته وويلل  چې دغه روغتون دروان کال  په  اتو مياشتو کې دکابو درې سوه تنو روږدو کسانو درملنه کړې ده.
نوري زياته کړه  چې په پلخمري ښارکې په  ١٣٩٢ کال کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې دمرکز د جوړيدو له وخت څخه  تراوسه پورې په دغه مرکز کې  دماشومانو، ښځو ، ځوانانو اودلويانو په ګډون په نشه يي  توکو د ١٤٩٠ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده .
ده وويل چې په بغلان ولايت کې په نشه يي توکو کابو٦٠٠٠ تنه روږدي کسان شته چې دا کار دکورنيو  او دچارو دمسوولانو دانديښنې سـبب شوى دى .
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته