خبرونهاقتصاد

د۱۴۰۰ مالي کال په لومړيو درېو مياشتو کې د ۳۸۹ پروژو د پلي کولو چارې پیل شوې دي

 کابل/ د غبرګولی/ 7مه/ باختر

د اقتصاد وزارت د یوه څېړنیز راپور له مخې د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې  د دولت له پراختیایي پروژو څخه سږ کال ۹ پروژې بشپړې شوي او ۳۸۹ پراختیایي پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.

په دې اړه د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  په دغو پروژو کې د ودانیزو توکو لابراتوارونه، په رغنيزو پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ او ترمیم، د هیواد د هندوانو او سکهانو لپاره د درمسال ودانۍ، د څښاک اوبو د لسګونو څاګانو کیندل،         د کروندو لپاره د اوبو د برابرولو پروژې، له ازبکستان څخه هیواد ته د بریښنا د مزيو لیږد، د هوایي ډګرونو لپاره د اور وژنې تجهیزاتو پیرودل، د ځغاستليکو (رنوې) جوړول، په ساحه کې د اوبو برنامې پلي کول، د میرمنو د مارکیټونو لپاره د ملحقاتو جوړول او د کوچیانو ښځو د ځواکمنتیا لپاره لسګونه نورې پروژې شاملې دي.

له دغو پروژو چې د ملي بودیجې په سند کې شاملې دي،  په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد ملیونه  وګړي ګټه اخلي.

د دغه تحلیل پر اساس، د ۱۴۰۰ مالي کال په پروژو کې، د زیربناوو او طبیعي سرچینو سکتورونو، تعلیم، کرنې، کلیو پراختیا او روغتیا ته ډیر لومړیتوب ورکړل شوی،  په دې ربع کې د پراختیایی پروژو په پلي کولو کې منځی پرمختګ 4 سلنه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پراختیایي لومړیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره په ۱۴۰۰ مالي کال کې  ۵۴۸  پراختیایي پروژې تصویب کړې، چې ټوله بودجه يې (۱۵۷.۸۲) ملیارده افغانۍ کیږي، چې له دې څخه  (۸۵.۷۲) ملیارده اختیاري بودجه ده او (۷۲.۱۰) ملیارده غیر اختیاري  ده.

په پرمختیایی پروژو کې لوړې پانګونې به دندې زیاتې کړي، د بیوزلۍ  کچه به ټیټه کړي، اقتصادي وده به ښه کړي، او د خلکو د بیکارۍ کچه به راټیټه کړي،  په اوږد مهالو پلانونو کې به د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت په برخو کې د حکومت ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لاره برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته