کابل باختر د ثور د مياشتې ١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د افغان انځورګر او هنرمند اميد شريفي هنري کارونه وستايل.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې :
افغان انځورګر او هنرمنداميدشريفي له خپلو يوشمېر رضاکارو همکارانو سره د ښار د ښکلا، د اداري فساد د مخنيوي او د هېواد د پوځيانو د ملاتړ په خاطر د ښار په بېلابېلو ساحوکې يو لر پيغامونه او تصويرونه ليکلي او انځور کړي دي.
اميد شريفي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ له امله د مننې په څرګندولو سره د خپلو هنري کارونو د دوام لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
عبدالباري جهاني وويل: د اطلاعاتو او فرهګ وزارت په خپلو امکاناتو سره ستاسو د هنري طرحو او کارونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د غلا محمد ميمنه ګي سازمان او ملي هنرستان له ستاسو سره همکارۍ ته تيار دي.
1 1 دقیقه لوستل