ورزش

دکورنيو چارو وزارت اتل ورزشکار بازمحمد مبارز وستايه.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
دکورنيو چارو وزارت د آزادۍ مبارزې دورزش اتل بازمحمد مبارز ته د ملي پوليسو دسفير لقب ورکړ او هغه يې وستايه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د آزادې مبارزې دورزش اتل بازمحمد مبارز وويل :زه په مسکو کې دهغې لوبې په ډګرکې چې له خپل روسي سيال سره مې لرله د پوليسو په پوځي يونيفورم څرګند شوم چې د ټولو له خوا وهڅول شوم.
ده وويل دملي پوليسو ملاتړ دهر افغان رسالت دى او بايد داخپله دنده وبولي.
د څرګنده کړه : ما خپل برياليتوب دسوغات په ډول پوليسو ته ورکړ.
ده وويل زه دمې په مياشت کې دوه نورې سيالۍ لرم او د راتلوونکى جمعې په ورځ دتمرينونو په مقصد له خپلو ښوونکو سره تايلند ته سفر کوم د آزادې مبارزې دورزش دفري فايت ورزشکار باز محمد مبارز څه موده مخکې په مسکو کې خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته