امنیت

دهېواد په شمال کې ديوه پوځي هليکوپتر دراغورځيدو له امله ددريو تنو وژل کيدل .

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
دهېواد په شمال  بلخ ولايت  کې ديوه پوځي  هليکوپتر  دراغورځيدو له امله درې  تنه ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول .
  دغه پيښه  نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه  چې يو پوځي  هليکوپتر  له شاهين قول اردو  څخه دالوتنې په وخت کې راوغورځيد او اور يې واخست .
په دې پيښه کې يو بهرنى  پيلوټ او دوه تنه افغان پوځيان ووژل شول او دوه تنه بهرني  پيلوټان او دهېواد اته تنه نور پوځيان ټپيان شول . 
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دغه هليکوپتر غوښتل چې لس تنه پوځيان  له ډار اچوونکو سره دجګړې لپاره دفارياب  ولايت ته وليږدوي  چې له فني  ستونزې سره مخامخ شو او راوغورځيد .
  دهېواد په شمال کې دشاهين قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې  يو بهرنى  پيلوټ له دوو تنو افغان  پوځيانو سره ووژل شو او دوه تنه نور بهرني پيلوټان دملي اردو او دملي پوليسو له اتو تنو سرتيرو سره ټپيان شول .
ده وويل ښايي فني ستونزه ددغه هليکوپتر دراغورځيدو سبب شوى وي .
دملي اردو دغه قوماندان مني چې دغه هليکوپتر  په فارياب کې له طالبانو سره دجګړې لپاره د پوځيانو  دليږدونې په حال کې وو .
پوځي  مقاماتو داور له لمبو او لوخړو څخه ددغه هليکوپتر  دسپرليو دژغورنې لپاره په شاهين  قول اردو کې په خپل وخت دنورو پوځيانو اقدام وستايه .
راغورځيدلى هليکوپتر  دمک په نامه  دبهرني  پيمان کار  په يوه شرکت  پورې اړه درلود  او له ډار اچوونکو سره دجګړو کرښو ته دپوځيانو په ليږدونې او هم  دهېواد په شمال  کې دپوځي اډو په سمبالوموظف و .
په همدې حال کې افغان او دناتو  پوځي مقاماتو ويلي دي چې ددغه هليکوپتر  دراغورځيدو دڅرنګوالي په باره کې  تحقيق کوي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته