ټولنه

دهرات ولايت دمستوفيت يوکارکوونکى د اداري فساد په تور ونيول شو .

کابل باختر د سلواغې  اووه ويشتمه :
دهرات ولايت دمستوفيت يو کارکوونکى داداري فساد په تور ونيول شو .
  تورن چې له خپل وظيفوي  صلاحيت څخه په استفادې سره دعامه شتمنيو په اختلاس لاس پورې کاوه دهرات ولايت دوګړو داحوالو دثبت دادارې دارزښتناکو پاڼو او دبانکي  آويز  دتزوير او برابرولو په بدل کې د  مختلط  هئيت په شتون دڅلويښتو زرو افغانيو داخستلو په وخت کې له په نښه شويو پيسو اوله يوه ښې لاسي اشترنګ  لرونکي  فورنر صرف موټر سره  دهرات ښار په لومړى ناحيه کې لاس په لاس ونيول شو .
دهرات ولايت يوه امنيتي  خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دهرات ولايت دمستوفيت  دغه کارکوونکى  له زياتې مودې راپديخوا دامنيتي مامورانو تر څارنې لاندې و .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته