امنیت

دملي دفاع وزارت درې تنه ډار اچوونکى ووژل شول.

کابلباختر د زمري ٤ مـــــــــه

د زابل ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عمليا تو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکى ووژل شول او اووه تنه نور يې ونيول شول

دملى دفاع وزارت د ويندوى مطبوعا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ :

 دڅلورو ويشتو ساعتو په بهير کې دملي اردو ځواکونو د زا بل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ دځينو نا امنو سيمو دپا کولو په مقصد چاڼيز عمليات تر سره کړل چې له امله يې درې تنه ياغيان ووژل شول او اووه تنه نور وسله وال ياغيان ونيول شول

 دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه درندي او سپکې وسلې او پنځه ايکم ډوله مخا بري هم ترلاسه شوي دي

 ديو بل خبر له مخې، دملي اردو ځوا کونو دقند هار د ژيړى ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو دقاچاقو په تور يو تن ونيوه.

ويل کيږي چې دغو ځواکونو ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دګزمې دتر سره کولو په بهير کې يو سړى هم له څلويشتو کيلو ګرامو اوموچرسو او پنځوسو ايرکنديشنونو سره نيو لى دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته