امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د زمري  دريمه :
په جوزجان ولايت کې تيره شپه له پوليسو سره  په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دجوزجان ولايت دمطبوعاتي  دفتر مسوول محمد رضا غفوري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دسرپل ولايت  له څو استقامتونو  څخه دشبرغان _ سرپل  په لويه لاره کې دتوپان په پوستې بريد وکړ او جګړه ونښته او پوليسو مقاومت وکړ چې ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو او ددريو تنو نور طالبان دټپي کيدو سبب  شو .
غفوري زياته کړه: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او نور طالبان له مرکز څخه دکومکي  ځواکونو له رسيدو سره تيښتې ته اړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته