امنیت

دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي په ځانمرګى بريدکې ټپيان شول

کابل باختر د لړم شپږمه :
دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي نن په پکتيکا ولايت کې دځانمرګى بريد له امله ټپيان شول .
دغه پيښه په خيرکوټ ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې ځانمرګى يرغلګرپه چاوديدونکو توکوخپل بار موټر دملي امنيت د ځواکونو د قرارګاه د روازې په وړاندې وچاوه.
د پکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د ملي امنيت دوه تنه مامورين ټپيان شوي دي .
ويل کيږي ځانمرګى يرغلګرغوښتل چې دخيرکوټ دملي امنيت قرارګاه ته له چاوديدونکو توکوبارخپل موټر سره ننوځي؛ خو مامورينو دهغه مخه ونيوله .
دپکتيکا د والي ويندوى وايي چې دغه ځانمرګى بريد کوونکى هغه وخت خپل ځان وچاوه چې د ملي امنيت مامورينو پرې ډزې وکړي.
دخبرونو له مخې: دغه ځانمرګى بريدکوونکى پاکستانى و. سيمه ئيزو مسوولينو ددغه ځانمرګى بريدمسوول وسله وال طالبان  وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورين د دغې پيښې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې  پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته