امنیت

دملي امنيت دشورا غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د کب نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  په مشرۍ د ملي امنيت دشورا غونډه دپنجشنبې دورځې له غرمې وروسته په ارګ  کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دملي امنيت دشورا  په غونډه کې دهيواد په ګوټ ګوټ کې دوروستيو اورښتونو له امله مصيبت ځپلو کسانو ته دبيړني مرستې درسولو او په دې اړوند دلازم تياري دنيولو په باب خبرې وشوې .
دملي امنيت شورا دټولو ملي ملکي اونظامي  ارګانونو ، دملګروملتو په سازمان پورې داړوندو ارګانونو او دغوڅ ملاتړ  دماموريت او په ملي کچه او دزيانمنو شويو ولايتونو په کچه  له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې  په چوکاټ کې دملي او نړيوالو خيريه سازمانونو ترمنځ دبشپړې همغږۍ  دتامينولو په باب  ټينګار وکړ او اړوندو بنسټونو ته يې لارښوونه وکړه چې په سملاسي  ډول دټپيانو، ناروغانو او له خطر سره دمخامخو خلکو  دليږدونې ، په زيانمنو شويو کليو  کې خوراکي توکو ، استوګنځيو ، جامو او دسون موادو ته داړو کسانو  دستونزودڅيړنې او ددغو اړتياو دسملاسي لرې  کولو په برخه کې  لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دغه راز  دغوڅ ملاتړ له قوماندانۍ او ديوناما له دفتر څخه وغوښتل شول چې دترانسپورتي  وسايلو دبرابرولو ،  دسړکونو دبيا پرانستلو لپاره داسکواترونو دتدارک ، دپاراميترونو دتخنيکي  څيړنې او زيانمنو  شويو ساحو ته دمرستندويو ماهرانو داستولو په برخه کې  دې دافغانستان داسلامي جمهوريت له حکومت سره مرسته وکړي .
دملي امنيت شورا دوروستيو  پيښو مصيبت ځپلو ته په خپل وخت دضروري مرستو په رسولو کې دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ، په تيره بيا دملي اردو هلې ځلې  وستايلې .
وروسته دوسله وال  پوځ دستردرستيز درستيزوال  دهلمند دعملياتو دوروستيو  پرمختګونو په باب دغونډې غړو ته رپوټ وړاندې کړل.
دملي امنيت شورا په هلمند ولايت کې وروستي عمليات چې ددښمن دسر ددرندو زيانونو او دمالي تاوانونوسبب شول په وروستيو کلونوکې دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونوډير بريالي عمليات  وبلل  او څرګنده يې کړه چې دغه ستر برياليتوب دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دپوخوالي  ، وړتيا  لوړ ظرفيت ، ميړانې  او دقوي مورال څرګندوى دي .
  جمهور رييس په برياليتوب سره دهلمند دعملياتو په پرمخ بيولو  کې دهيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو دسرښندنو  او هلوځلو له امله دقدرداني په ترڅ کې دامنيتي سکتور وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې هغه ټول  پوځيان چې دهيواد ددفاع په لاره کې په دغو عملياتو کې ونډه لرله وستايي .
په پاى کې د ٢٠٧ زون دولايتونو دعمومي حالت په باب  غور او څيړنه وشوه .
دملي امنيت شورا دامنيتي سکتور وزارتونو  او دسيمه ئيزو ارګانونوخپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په راتلوونکو  دريو اوونيو کې دې  په ٢٠٧ زون کې دشاملو ولايتونو په امنيتي  او دحکومتوالۍ  په برخو کې مشخصه اصلاحي طرحه برابره او دلازمې تصميم نيونې  په لاره کې دې دملي امنيت شورا غونډې ته  وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته