سیاست

محمد علم ايزدياردفوايدعامې وزارت د کليوالي لارو د جوړولو دملي پروګرام له مشرتابه هيئت سره وکتل .

کابلباختردسرطان ٢٩
دسنا مجلس لومړى نايب محمدعلم ايزديار نن دفوايد عا مې وزارت دکليوالي لارو د جوړ ولو د ملي پرو ګرام له رئيس اوځينو کارکوونکو سره وکتل .
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې ددغې ادارې رئيس انجنير کمين دخپلو فعاليتونو په باب معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دکليوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام دافغا نستان دولت ته يو لومړيتوب لرونکي او ارزښتناک پروګرام دى چې د کليوالى لارو دجوړولو او احيا کولو اوپه ټولګټو مرکزونو اوموسسودکليوالى اوسيدونکو دلاس بري د تامينولو په برخه کې يې اغيزمن کارونه کړي دي او زياته يې کړه چې کليوالى اوسيونکو ته د بنسټو نو جوړول نه يوازې د هغوى د مواصلا تي اړتياوو تا مينوونکي دي بلکې د زمانې په تيريدو سره به  دهغوى د اقتصادي ودې ،دتعليمي اوروغتيايي امکاناتو دپراختيا اود امنيتي حالت د ښه والي سبب شي .
دمشرانو جرګې لومړى نايب هم دکرنيزو صادراتو له پلوه د کليو د اړيکو په تامينولو او لوړتيا کې دکليوالي لارو د جوړولو د ارزښت په باب خبرې وکړې او ددغه رياست د کارکوونکو د خدمتونو په خاطر يې د مشرانو جرګې ستاين ليکونه يې  ددغې ادارې رئيس اوځينو مسولينو ته ورکړل اود هغوى دلازياتو برياليتوبو نو هيله يې و کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته