کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دل اقا کوهدامني د جمهوري رياست د انتخاباتو
د کانديدانو له لست څخه حذف کړ او ښايي نورې څيرې په هم حذف شي .
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور د دغه کانديد دنوم دحذفولو علت ددغه کميسيون دشرايطو نه بشپړول وبلل .
نور د باختراژانس خبريال ته وويل : دجمهوري رياست دانتخاباتو د احتمالي کانديدانو دابتدايې لست د برخه والو داسنادو له څيړنې وروسته معلومه شو
چې دل آقاکوهدامني دکانديديدو لپاره لازم شرايط نه لري
له دې امله ورڅخه بخښنه وغوښتل شوه .
داحتمالي کانديدانو دابتدايې لست څيړنه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دندو يوه برخه ده .
نور تاييد کړه چې ښايي دکانديدانو دڅيړنې په بهير کې يو شمير نور هم له
ابتدا يي لست څخه حذف شي خو ده دجزئياتو له ورکولو څخه ډ ډه وکړه .
دل آقا کوهدامني دخپلو مرستيالانو په توګه دزلمي همراز اوتورپيکۍ عزيزي په
معرفي کولو سره دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې دخپلواک کانديد په توګه نوم ليکلي و .
1 1 دقیقه لوستل