ټولنه

د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا د امکاناتو په باب خبرې وشوې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه :
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رئيس پرون د تيتراتيک کمپنۍ له رئيس سره په کتنه کې د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د شپږو پرمختيايي پروژو د امکاناتو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رئيس محمودشاه حبيبي د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د شپږو پرمختيايي پروژو د امکان سنجولو په باب د تيتراتيک کمپنۍ له رئيس سره خبرې وکړې .
په دغو پروژوکې د صادراتو د پروسس، هوايي کارګو، د پنج ستاره جوړول جوړولو، مسافرانو ته د نوي نړيوال ترمينل د جوړولو، الوتکو ته دتيلو د استيشن د جوړولو او د نړيوال هوايي ډګر د وسايلو او تجهيزاتو دساتنې او څارنې د امکاناتو سنجول شامل دي .
د يادونې وړ ده دغه شپږ پروژې چې ټاکل شوې ده د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې تطبيقې شي؛ د هغو د امکان سنجولو څېړنه د تيتراتيک د کمپنۍ له خوا ترسره کيږي چې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې له خوا تمويليږي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته