پاريس باختر د کب دويمه :
دفرانسې جمهور رييس فرانسوا اولاند خبر دارى ورکړى دى چې دسوريې پرسر دروسيې او ترکيې ترمنځ دجګړې خطر شته .
اولاند له يوې فرانسوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې دسوريې په بحران کې دترکيې په زيات شتون سره ددغه شان جګړې خطر شته .
دفرانسې جمهور رييس ويلي دي چې دروسيې او ترکيې ترمنځ تاوتريخوالي زور اخستى دى او خبرې بايد له سره پيل شي اوبمبارى بندې شي .
فرانسوا اولاند له فرانسوۍ راډيو سره په مرکه کې ويلي دي چې روسيه دې بايد دسوريې له جمهور رييس بشار اسد سره له خپل ملاتړ څخه لاس واخلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ