ميرامشاه کابل باختر د ليندي اتمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې تېره شپه دبې پيلوټه امريکايي الوتکې د بريد له امله دطالبانوڅه ناڅه درې تنه مشکوکې مليشې ووژل شوې او څو تنه نور ټپيان شول .
دپاکستان ددي ډان ورځپاڼې دخبر له مخې: په دې بريدکې د بې پيلوټه الوتکې دوه توغندي د شمالي وزيرستان مرکز ميرامشاه ته څېرمه د انګر کالي په سيمې توغول شوي دي.
دغه الوتکه د څو ساعتونو لپاره په فضا کې د الوتنې په حال کې وه او د وژل شويو کسانو او ټپيانو هويت لاتراوسه پورې نه دى په ډاګه شوى.
څه موده مخکې هم دخيبر پښتونخوا ايالت په هنګو سيمه کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې د بريد له امله دحقاني دشبکې ديوجګپوړى غړى په ګډون څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
1 1 دقیقه لوستل