خبرونهنړۍ

پر رفح ښار د عملیاتو د پیل نښې؛ اسرایل د اوربند له طرحې سره مخالفت ښيي

نړۍ، د غوايي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې پرون دوشنبې حماس غورځنګ په غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر له لوري وړاندې شوې طرحې سره هوکړه وښوده، صهیونست پوځيانو پر رفح ښار خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی او دغه راز یې زغروال ټانکونه هم د ۲۰۰ مترو په اندازه دننه ورغلي دي.

په دغه ښار یواځې د نن سهار په لومړنیو بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې پر رفح ښار هوایي او ځای ځای ځمکني بریدونه روان دي او هلته سلګونه زره مېشت فلسطینیان په سخته وېره کې دي.

پر رفح ښار برید له سختو نړیوالو مخالفتونو سره مخ دي او تازه پرون سعودي عربستان اسرایلو ته پر دغه ښار د برید په اړه خبرداری ورکړی، ویلي یې دي، چې په دې برخه کې ورته د اسرایلو اقدامات د منلو نه دي.

پر رفح ښار عملیات ځکه اندېښمنونکي دي، چې دغې سیمه کې د غزې یوه ډېره برخه اوسېدونکي د جګړې له وېرې راټول شوي او دغه ښار کې د اسرایلو بریدونه کولی شي، د ډېرې مرګژوبلې لامل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته