نړۍ، د غوايي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ
ټاکل شوې نن سه شنبې د مې میاشتې پر اوومه نېټه د مسکو پر وخت ماسپښین مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن د پنځم ځل لپاره په کرېملېن ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه او خپله رسمي دنده پیل کړي.
ویاند یې دیمتري پسکوف ویلي، چې دغه مراسم د ځانګړي پروتوکول او نوښتونو سره ترسره کیږي.
نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې دغو مراسمو ته زرګونه کسان وربلل شوي او د ځانګړي کارت په درلولو سره کرېملېن ماڼۍ ته دننه پرېښودل کیږي.
پوتین مخکې تر دې په ۲۰۰۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ زیږدیز کلونو کې هم د روسیې د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د روسیې د ولسمشر د لوړې مراسم ۴۸ دقیقې نیولې وې.