سیاست

دچارو د ادارى او دوزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست دمشرتابه هيئت او کارکونکو د ډاډګيرنې پيغام.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
دچارو د ادارى او دوزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست دمشرتابه هيئت او کارکونکو د ډاډګيرنې پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دعدليې وزير څارنپوه حبيب الله غالب په حق ورسيد.
ارواښاد حبيب الله غالب پوه شخصيت او پياوړى مدير و چې دافغانستان شريف ملت ته دخپل خدمت په کلونو دافغانستان داسلامي جمهوري دولت ته ستر او وياړلى برياليتوبونه ترلاسه کړ.
څارنپوه حبيب الله غالب دعدليې وزارت دمقام له ترلاسه کولومخکې په بيلابيلو پستونو کې دنده ترسره کړه او په عدلي او قضايي برخه کې په نظام کې داغيزمنو شخصيتونو له جملې څخه و.
دچارو د ادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست مشرتابه هيئت او کارکونکى ددغه ستر او وتلى شخصيت مړينه يوه نه جبيره کيدونکى ضايعه بولي دلوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او د ارواښاد پاتې کسانو او دافغانستان ګران ملت ته دجميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته