د افغان امنيتې ځوا کو نو اود ايتلاف قو تونو پرون د هيواد په ځينو ولايتو نوکې دجلا جلا عمليا تو په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل او نهه ويشت تنه نور يې ونيول
د کورنيو چارو وزارت مطبو عا تي دفتر د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات دغزني ، ارزګان ، ميدان وردګو ، لو ګر ، کند هار، اود هلمند په ولايتو نوکې ترسره شوي دي او له ا مله يې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه ويشت تنه نور يې نيول شوي دي
يوه اړونده خبرځاى وويل د ملي اردو ديرش جوړي يو نيفورم ، اووه پرتلي ، د ملي پو ليسو دوه يو نيفورم ، دخاصو قطعا تو يو يونيفورم ، اته کلا شينکوفو نه ، دوه تو غندى ،يوه ګرينوف ماشينګڼه ، يو توغندي ويشتو نکى ، يوه پيکا ، شپږ تومانچې ، دوه ماينو نه ، څلور لاسي بمو نه ،يو سلو در ې اويا کيلو ګرا مه اپين ، پنځه مخابري او يو موټرسايکل د افغان امنيتې ځوا کو نو لاس ته ورغلي
ديو بل خبر له مخې ملي پو ليسو پرون دوه ريموت کنترول ماينو نه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د کندز بغلان د لو يې لاري د علي اباد ولسوالۍ د پل خشتې په سيمه کې ايښودل شوي و اود وسايطو درې ماينو نه چې د خوست ولايت دعلي شير ولسوالۍ دخرقي په ساحه کې ځاى پرځاى شوى و کشف او شنډ کړي دي