سیاستخبرونهTOP

د چین جمهور رئیس د افغانستان د لوی سفیر او استازي باورلیک ومانه

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر

د چین ولسي جمهوریت ولسمشر شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې نن د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر، د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، په بیجینګ کې د خلکو په لوی هال کې، خپل باورليک د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړ.

بلخي زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر سربېره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.

ولسمشر شي جن‌پنګ د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه.

د مراسمو په جریان کې بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم ولیدل او نوموړي هم بلال کریمي ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي وویله.

هېره دې نه وي چې بلال کریمي د روان کال په ډسمبر کې په بیجینګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت په لوی سفارت کې کار پیل کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته