اعلامیهخبرونهفرهنګTOP

د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلويزیون د خپرونو په اړه د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون اعلامیه

کابل، د غويي ۱۹مه، باختر
رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي.
پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي ګټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون چې له سره یې فعالیت پیل کړی دی؛ د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نږدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړې او سپارښتنې شریکوي.
افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلویزیون چې له هېواده بهر د هېواد د ننه لپاره خپرونې کوي؛ په لوی لاس ځینې مسلکي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي.
د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون، پر نوموړې رسنۍ شوي شکایتونه د ۱۴۰۳ هـ‌ل کال د غوايي د ۱۹مې نېټې په جلسه کې و ارزول چې ځینې یې له خپل ولس سره په دې ډول شریکوي:
۱- د وګړیو او حقوقي شخصیتونو د خصوصي حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنۍ لخوا پرې په وار وار تېری کېږي.
۲- شخصیت وژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی؛ د افغانستان انټرنیشنل د خپرونو ورځنۍ چاره ده.
۳- له مسلکي پلوه د خبرونو کره والی او سموالی یوه مهمه چاره ده؛ خو یاد راډیو، ټلویزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.
۴- تحریف یا په معلوماتو کې ګوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی؛ دا رسنۍ یې په خلاص مټ ترسره کوي.
۵- د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده؛ افغانستان انټرنیشنل یې لا زیانمنوي.
۶- د افغانستان انټرنیشنل خپرونې د ټولنې د یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومی، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي.
۷- د افغانستان انټرنیشنل راډیو، ټلویزیون د خپرونو محتوا او د وړاندې کوونکیو کړه وړه له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړونه ده.
۸- د اطلاعاتو د ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او آن کله کله د معلوماتو او کليپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده، چې نوموړی ټلویزیون یې ترسره کوي.
۹- په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی، چې نوموړی ټلویزیون آن د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي.
۱۰- تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دښمنانو تبر ته لاستی اچوي.
دا او دېته ورته لسګونه موارد دي چې نوموړې رسنۍ ترې سرغړونه کوي.
ټول شنونکي، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره په بحثونو کې له ګډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنۍ ته د خپراوي د آسانتیاوو برابرول ممنوع دي.
د افغانستان له مؤمن ولس څخه هیله ده چې له افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلویزیون سره د خپل ایماني او ملي مسئولیت له مخې مقاطعه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته