سیاستخبرونهTOP

حنفي: اسلامي امارت د برېښنايي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي

کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د طوطي سبز شرکت رئیس انجنیر برهان الدین او د دې شرکت یو شمېر همکارانو او د سافټویرونو انجنیرانو سره وکتل. 

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د طوطي سبز شرکت رئیس انجنیر برهان الدین د دغه شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو د برنامې په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او یې ویل، په هېواد کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سافټویرونو په برخه کې ښه ظرفیتونه موجود دي او هغوی ته د زمینې برابرولو په صورت کې به هېوادوالو او د حکومت برېښنايي سېستم ته ښه خدمتونه برابر کړي.

نوموړي همدارنګه د بانکدارۍ او آنلاین پېر او پلور په برخو کې د دې شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو یادونه او له دې سافټویرونو څخه ګټې اخیستنې ته د زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه. 

ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل:«اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د برېښنايي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي». 

نوموړي دغه راز په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د لاسته راوړنو او کړنو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړې چې اسلامي امارت د دغه ډول کړنو د پراختیا او د ځوانانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې هڅې نه درېغوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته