کابل باختر دمرغومي دولسمه :
دامريکا او ايران ترمنځ له اټومي موافقې څخه شپږ مياشتې وروسته اوس دغه دواړه هېوادونه دنويو بنديزونو دګواښ لپاره ديوبل په وړاندې دريدلي دي او دايران دبالستيکي توغنديو پروګرام د نويو اختلافونو محور جوړوي .
دنويو رپوټونو له مخې سپينه مانۍ دايران دبالستيکي توغنديو دپرمختيا په وړاندې دخپلو نويو مالي بنديزونو اعلام ځنډولى دى .
دغه اقدام يوه ورځ له هغه مخکې وشو چې مخکې له دې ځينو امريکايي مقاماتو دوالستريت ژورنال ورځپاڼې ته ويلي و چې دبارک اوباما اداره په اوس وخت کې په ځينو ايراني ، هانکانګي او دعربي متحده ايالاتو په کمپينو او افرادو دنويو بنديزونو دلګولو لپاره دتياري په حال کې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ