سیاست

خلک : دافغانستان دخلکو هيلې دې دبن په کنفرانس کې طرحه شي

بن نن  ديو داسې نړيوال کنفرانس کوربه دى  چې دافغانستان په باب دنړۍ دڅه دپاسه نوى هيوادونه او نړيوال سازمانونه دجګپوړو استازو په شتون جوړيږي .

ددغه کنفرانس برخه وال له ٢٠١٤  کال  وروسته له افغانستان سره خپلې اوږدمهالي ژمنې اعلاموي .

خلکو زياتره په دغه کنفرانس  زړه ښه کړي دي ځکه  چې دافغانستان په راتلوونکې پوري  اړه لري دداسې   هيواد په راتلوونکې پوري چې په تيرو لسو کلونو کې په زياترو ستونزو بريالي شوي دي .

يوتن  دولتي کارکوونکې حميدالله  په دې باور دي  چې دکنفرانس جوړيدل يوه موضوع ده  خو هغه څه چې په دي کنفرانس کې پريکړه او ژمنه کېږي  دمسلي بل اړخ دي .

دده په باور نړيواله ټولنه اوس دې نتيجې ته رسيدلې ده  چې يوازي دجګړي لاره  په افغانستان کې دبرياليتوب لاره نه ده .

دده دڅرگندونوله مخې په افغانستان کې دبيارغاونې دبهير  ګړندي کول ، دپروژو  جوړول ، دکاري  او روزنيزو فرصتونو برابرول کېداي شي په افغانستان کې دجګړي دبندولو بله لاره وي.

ده وويل  له نړيوالې ټولنې څخه دافغانستان دخلکو غوښتنه دا ده چې  په شفافي او څرگندي مرستي سره دافغانستان  له خلکوسره همکاري وکړي . خوشکېلا چې پخوا يي  دنجونوپه يوه ښوونځي کې دښوونکې په توګه  دنده ترسره کوله دبن کنفرانس دسيمه ييزو همکاريو لپاره ډير ښه فرصت بولي او وايي  چې دغه کنفرانس يو ځل بيا  دنړۍ  دهيوادونو استازي په بن کې راټول کړل  چې په افغانستان کې دبحران دحل کولو لپاره دسيمه ييزي همکاري روحيه پياوړي شي .

ددي په باور  په دې کنفرانس کې  دپاکستان نه گډون ددي څرگندوي دي چې ددغه هيواد مقامات هيڅکله له بحران څخه دسيمي دژغورنې په فکر کې نه دى بلکې دخپلو پراختيا غوښتوونکو هدفونو په باب فکر کوي.

ددي په باور  تروريزم او دسيمي بحران دسيمي دهيوادونو له تفاهم او پيوستون سره اړيکې لري  خو په اسمايي واټ کې گرځنده پلورنکې شکرالله وايي  چې دبن دکنفرانس په باب فکر نه کوي ځکه زيات کنفرانسونه جوړشوي دي خو دده په ژوند کې کوم بدلون نه دي راغلي

دى وايي دبن دکنفرانس په باب فکر نه کوم په دې خاطر چې ژمي راورسيد اودسون دتوکو بيې اسمان ته وختلي .  زه دژمي په فکر کې يم  خلک له  حکومت څخه  غواړي چې دافغانستان دخلکو هيلې په کنفرانس کې طرحه کړي  .

خلک له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې دافغانستان  ستونزه حل شي  جګړه پاى ته ورسيږي ، په دې لاره کې دخلکو ستونزي تشخيص او دحل کولو لارې چارې يې ولټول شي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته