کابل باختر د وږي دمياشتې ١٤ :
د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزيز پرون په سپينه ماڼۍ کې دامريکا د متحده ايالاتو له جمهور رئيس سره وکتل.
بارک اوباما وويل : زياتره خبرې اترې له ايران سره د اټومي موافقې په باب وې.
د څيړونکو په باور: ځينې عربي هېوادونه انديښنه لري چې له ايران سره د جولاى د مياشتې موافقه او په دغه هېواد د بنديزونو لرې کول به ايران ته په منځنې ختيځ کې د بې ثباتۍ د پاليسۍ د زياتوالي سبب شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ