نړۍ

حوثيان : دعربستان او اماراتو په بندرونو او هوايي ډګرونو بريدونه کوو .

صنعا باختر د لړم اوولسمه :
حوثي ياغيانو ديوې وينا په صادرولو سره  ګواښ کړى دى چې دعربستان اودهغه دمتحدينو له خوا ديمن دپولو دتړل کيدو په غبرګون کې به د عربستان او اماراتو په بندرونو او هوايي ډګرونو بريدونه وکړي .
دحوثيانو اصلي وسله والې ډلې ديمن دانصار الله  سياسي ډلې پرون په يوه وينا کې ويلي دي چې دعربستان او دمتحده عربي اماراتو په ټولو ډګرونو ، بندرونو  ، سرحدي پولو او مهمو سيمو زموږ دوسلو  له خوا په مستقيمه توګه بريدونه وشي .
دوينا صادرونکو ويلي دي چې په دغو هدفونو بريدونه خپل رواحق بولي ، او عربستان او اماراتو ته يې  خبر دارى ورکړى دى  چې دحوثيانو وسلې  په دوى د بريد کولو قدرت لري .
دغه وينا په داسې حال کې صادره شوې ده چې ددوشنبې په  ورځ  دعربستان په مشرۍ  ائتلاف اعلام وکړ چې درياض په هوايي ډګر  دحوثيانو دراکټي بريد په ځواب کې يې ديمن په هوايي ، ځمکنيو او سمندري پولې تړلې دي .
دعربستان رسنيو دشنبې  په ورځ خبر دارى ورکړ  چې ددغه هېواد  دافع هوا درياض هوايي ډګر ته  څيرمه  يو بالستيکي  توغندى په نښه کړى  او راغورځولۍ  دى خو په يمن کې  حوثيانو ته نږدې رسنى وويل چې دغه توغندى په هدف لګيدلى او درياض   دهوايي ډګر  په انګړ کې لويدلى  دى .
عربستان او لويديځ په ايران په يمن کې  دياغيانو  دوسله وال کولو تور لګوي  هغه تور چې ايران تل هغه رد کړى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته