سیاست

حامد کرزي دختځ زون له خلکو سره وکتل

په دودیزه لویه جرګه کې د ختیځ زون د ولایتونو برخه والو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د ژور بدلون غوښتنه وکړه.

د باختراطلا عاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، جهادي شخصیت قاضي محمد امین وقاد، په هېواد کې د سولې پر ټینګښت باندې ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان د خلکو یوه ستره اړتیا وبلله او وې ویل: افغانان له بل هرچا زیات امن ته اړتیا لري، افغانان امن خوښونکي خلک دي او غواړي له نړیوالو سره په سوله او امن کې ژوند وکړي.

ده زیاته کړه: افغانان د سولې د بهیر په مشروعیت باندې باور لري خو هیله یې دا ده چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره دې له داسې ګټورو لارو چارو کار واخیستل شي چې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

ور پسې د دودیزې لویې جرګې ویاندې میرمن صفیې صدیقي د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د بدلون اړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په دې شوراکې د حکومتي چارواکو پرځای دې د افغانستان دکلیو او بانډو هغو مخورو او مشرانو ته ځای ورکړل شي چې له یوې خوا له بل هرچا زیات سولې ته اړتیا لري او له بلې خوا له مقابل لوري سره د جرګو او مرکو په اصولو هم ښه پوهیږي.

حامدکرزي د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د بدلون په اړوند د دغې کتنې د وینا والو نظرونه معقول وبلل او وې ویل: دغه موضوع به د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته