
٢٧-کابل باختر دمرغومي نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو د استازي مولوی شهزاده شاهد په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ چې د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو دځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي چې ویل کیږي ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رارسيدلورپوټونو او د سیمې د خلکو د ادعا له مخې چې ګویا په دې وروستیوکې د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو دځواکونو د هوایي بمبارۍ له امله د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون شپږتنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
جمهوررئیس، پلاوي ته دنده سپارلې ده چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او د خپلو موندنو رپوټ دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.