سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ځپونکې پرېکړه؛ د انقرې په څېر څو نور ګامونه اسرایل مهارولی شي

کابل، د غوايي ۱۶ مه، باختر

تبصره

ترکیې پرېکړه کړې، چې غزه کې د اوربند تر ټینګېدو پورې یې له اسرایلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

تر ترکیې وړاندې کلمبیا هم له اسرایلو سره ډيپلوماتیکې اړیکې شلولې وې او ځینو نورو هېوادونو هم د اسرایلو پر ضد او له فلسطیني بې ګناه او بې دفاع وګړو څخه په ملاتړ کې ورته ګامونه اخیستي وه، خو د ترکیې او کلمبیا پرېکړې ځکه د پام وړ دي، چې کولی شي په ریښتیني ډول اسرایل له فشار سره مخ کړي.

 د رسنیو د راپورونو له مخې اسرایلو کې د غزې د جګړې له پیل سره سم د توکو بیې لوړې شوي او د ترکیې او کلمبیا په څېر اقدامات کولی شي، اسرایلو ته نور هم اقتصادي حالات سخت کړي.

خبر دی، چې د ترکیې وروستي اقدام په صهیونستانو کې اندېښنې ډېرې کړي او هڅه کوي د خپل اقتصاد د روان ساتلو لپاره نور نړیوال ادرسونه پیدا او د ترکیې تشه پرې ډکه کړي.

خو نورو اسلامي هېوادونو او هغو غیر اسلامي هېوادونو ته په کار ده، چې اسرایلو سره  سیاسي او اقتصادي اړیکې و نه پالي، ځکه دا چاره کولی شي اسرایلي رژیم تر فشار لاندې راولي.

له هوایي حریم څخه د اسرایلي او یا هم اسرایلو ته د تلونکو او راتلونکو الوتکو د استفادې مخه نیول، سمندر کې یې مزاحمت کول، سوداګریزې اړیکې پرې کول او له خپلو هېوادونو څخه یې سفیران او نور سیاسي استازي شړل د صهیوستي رژیم پر مخ درنه څپېړه ده.

پر اسرایلو د فشار راوستلو ډېر چانس له اسلامي هېوادونو سره دی، ځکه د اسرایلو کابو ټوله سوداګریزه لاره پر اسلامي هېوادونو ده او له فلسطین څخه د ملاتړ په برخه کې باید له دغه چانس څخه استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته