سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي، د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون وکړ

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي امارت پلاوي د ګامبيا په پلازمېنه، بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت وياند، او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئيس ګډون کړی. 

د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړ پوړو چارواکو او همدارنګه د غړو هېوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.

د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مه سرمشريزه چې د غړو هېوادونو د دولتونو او حکومتونو رئيسان، بهرنيو چارو وزيران او دیپلوماتان پکې ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته