سیاستخبرونهTOP

په کابل د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته په کازان کې جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. 

د روسیې سفیر په دغه کتنه کې وویل چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې لا وغوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې ثبات او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

 دیمیتري ژیرنوف د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د روسیې د مثبت نظر په یادولو سره وويل چې مسکو په مهمو جلسو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

هغه همدارنګه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون د بلنې ترڅنګ د دې ناستې په اړه مالومات ورکړل.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په دغه کتنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ او مرستو قدرداني وکړه او ويې ویل چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

هغه همدارنګه د روسیې حکومت له رسمي بلنې څخه په مننې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته