کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامدکرزي نن په يوه خبري غونډه کې طالبانو ته خطاب وکړ او ويې ويل: له جګړې لاس واخلئ او ملي تاسيسات مه ورانوئ.
د باخترآژانس دخبرله مخې : حامدکرزي په خبري غونډه کې وويل:
ماتاسو طالبانو ته په وار وار د ورور خطاب وکړ او پرما ډير انتقادونه وشول او زه تاسو ته وايم چې تاسو به د څو ولسواليو په نيولو سره بريالي نشئ، نومهرباني وکړئ عامه ملکيتونه او ملي تاسيسات مه ورانوئ.
حامد کرزي دغه راز په دې خبري غونډه کې وويل ؛ دغه تاسيسات چې په ٢٠ کلونو کې جوړ شوي دي د بهرنيانو مال نه دى ټول د خلکو مال دى او بايد ويجاړ نه شي.
حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي او د خبرو او مشوري له لارې خپلې ستونزې حل کړي.
\ ذ