خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کندهار په دامان کې د زعفرانو نندارتون جوړ شو

کایل، د لېندۍ ۲مه، باختر
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د دې ولایت په دامان ولسوالی کې د زعفرانو نندارتون جوړ شو.
د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د افغانستان د زعفرانو د کښت، راټولولو، پروسس، بازارموندنې او صادرولو د لارو چارو پېژندل دي.
په دغه نندارتون کې، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې ولایتي چارواکو، بزګرانو او نورو سیمه ییزو چارواکو کډون کړی و.
د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د کندهار د کرنې رییس مولوی محمود مظلوم د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له چارواکو مننه وکړه، چې دوی تل د کندهار له کرنې ریاست سره همکاري کوي.
مظلوم همدارنګه بزګرانو ته د زعفرانو د اقتصادي ارزښت، بازارموندنې او د کښت د نویو لارو چارو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، چې په کندهار کې په ټولیزه ډول پر ۴۴۱ جریبه ځمکه زعفران کرل شوي، چې له دې ډلې ۱۱۵ جریبه یې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ او پاتې ۳۲۶ جریبه نور یې د نورو همکارو مؤسسو په همکارۍ جوړ شوي دي.
مولوي محمود مظلوم دغه راز وویل: «زعفران یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري، موږ هڅه کوو چې کروندګرو ته د دې بوټي د کرلو او راټولولو سمې لارې چارې ور زده کړو، ترڅو د دې اقتصادي ارزښت لرونکي بوټي د دودولو له لارې د وچکالۍ اغیزې راکمې کړو.»
په دې نندارتون کې د کندهار د بېلابېلو سیمو زعفران نندارې ته وړاندې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته