سیاستTOP

جمهور رییس د ۲۰۱سېلاب قول اردو له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
جمهوررئيس محمداشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې ‎د ۲۰۱سېلاب قول اردو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو او د وسله وال پوځ نورو منسوبینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په دغه کتنه کې چې ‎د ۲۰۱سېلاب قول اردو په مقر کې ترسره شوه، ځينو منسوبینو د نورو په استازیتوب د امنیتي او دفاعي ځواکونو د امکاناتو، تمویل او تجهیز ، د هوایي ځواک د زیات ملاتړ، د شهیدانو ورثې ته د پاملرنې، د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له تجربو څخه د استفادې او د تنخواګانو د زیاتوالي په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان سره شریک کړل.
هغوی په هیواد کې د سولې د تامین په برخه کې د جمهوررئيس د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل چی دښمن د سولې اراده نه لري. موږ په لوړ مورال د دښمن پر وړاندې مبارزه کوو او د ژوند ترپایه د نظام او خلکو ساتنه کوو.
ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، پرون د دولت رهبري او د هیواد مشرانو د هیواد د یو زړور سرتېري په امامت د نېکمرغه لوی اختر لمونځ ادا کړ.
هغه زیاته کړه د شته ستونزو او ګواښونو باوجود پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور د افغانستان په تاریخ کې بېساری دی.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول زموږ کومانډویان او ځانګړي قطعات لوړ ظرفیت لري او په پياوړي عزم او اراده دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.
دښمن کمزوری دی او له هیواده بهر پر خیالي تبلیغاتو ځانته روحیه ورکوي، ځکه هیڅ ولسي رېښه نه لري. د هیواد جمهوررئيس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یادو غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: زه ځکه دلته راغلی یم چې تاسو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي ووایم، ځکه دا د سرتېري اختر دی او د اختر په درېواړو ورځو کې مې د هیواد په مختلفو برخو کې ستاسو د همسنګرانو پوښتنه وکړه او دا زما لپاره د زیات ویاړ ځای دی.
جمهوررئيس اړوندو ارګانونو ته ‎د ۲۰۱سېلاب قول اردو د افسرانو، بریدملانو او سرتېرو او د وسله وال پوځ نورو منسوبینو ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې، وې ویل ستاسو د تجهیز او تمویل په برخه کې اقدامات کېږي.
جمهوررئيس غني وویل، د پوستو د تحکیماتو په برخه کې کوښښ وکړئ او له خلکو سره نږدې اړیکې ولرئ. د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه زما ملاتړ تاسو له ځانه سره لرئ او ستاسو د معاشونو د کمبود ستونزه حلېږي. جمهوررئيس په پای کې اړوندو مسوولینو ته د هغوی پر تشکیلاتو او ترفیعاتو د بیاکتنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته