روغتیا

دخصوصي روغتونونو دټولنې غړو دعامې روغتيا دوزارت په وړاندې اعتراض وکړ .

کابل باختر دثور پنځه ويشتمه :
دخصوصي روغتونونو دټولنې غړو دعامې روغتيا وزارت دوروستي اقدام په وړاندې اعتراض وکړ .
دغې ټولنې دخصوصي روغتونونو د دروازو د تړلو او کلينيکونو ته ديوشمير روغتونونو تنزيل په هيواد کې دروغتيايي مقرراتو پرخلاف وبلل او ويې ويل هغه هيئت چې ددغه وزارت له خوا دخصوصي روغتونونو دڅيړنې په مقصد موظف شوي دي له اړوندو ډاکترانو او کارکوونکوسره ناوړه اوسليقوي  چلند کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې چې دخصوصي روغتونونو په لسګونو تنوډاکترانو اوکارکوونکو ګډون کړي و ، وويل شول چې دعامې روغتيا  وزارت دتوصيې او داصلاحي لارښود له وړاندې کولو پرته به يوځل دنهو روغتونونو په تړلو او روغتيايي کلينيکونو ته داته ويشتو بسترل لرونکو روغتونونو په تنزيل اقدام کړى دى .
دغه راز څرګنده شوه چې دعامې روغتيا وزارت دغه اقدام په هيواد کې د مناسبو روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په نسبت دخلکو ترمنځ بې باوري  رامنځته کوي او نا روغان ددرملنې لپاره له هيواد څخه بهر ته دتلو په خاطر هڅوي .
ددغې غونډې برخه والو څرګنده کړه چې په اړوندو روغتونونوکې ددرمنلې د ښو زمينو دبرابرولو په خاطر داصلاحاتو پلوى دى خو هغوى دعامې روغتيا وزارت د چلند  لارې چارې په دې برخه کې دښه والي دراوړلو پرخلاف بولي  او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې دعامې روغتيا د وزارت له  خوا يې کوم لارښود ياکومه توصيه نه ده ترلاسه کړى .
  دوى په خپلو خبرو کې وويل چې دعامې روغتيا وزارت دهمکاري غوښتنه کوي او دغه وزارت دهمکاري پرځاى خلکو ته دروغتيايي  خدمتونو په وړاندې کولو کې ناوړه چلند اومزاحمت کوي .
ددغې غونډې برخه والو وويل چې روغتونونه يې زيات کلونه مخکې دعامې روغتيا وزارت دمقرراتو سره سم جوړ شوي دي چې دهغوى تړل او تنزيل غير قانوني دى .
دخصوصي روغتونونو دټولنې غړو خبر دارۍ ورکړ چې ددغه شان حالت ددوام په صورت کې به خپلو اعتراضونوته  دوام ورکوي .
دوى وويل چې دتيروکلونو  په پرتله خصوصي برخه هم دتشخيص په برخه او هم ددرملنې په برخه کې په هيواد کې ښې پانګه اچونې کړي دي او په دولتي روغتونونوکې چې دتشخيص لږ امکانات لري فشار کم کړي دي .
دباختر اژانس خبريال هلې ځلې وکړې چې په دې باب دعامې روغتيا وزارت دمقاماتو نظر ترلاسه کړي خو بريالى نه شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته