سیاست

جمهور رئيس کرزی: امریکا دې په صادقانه همکارۍ د سولې پروسه د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پیل کړي

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئيس حامدکرزي په خپله وروستۍ راډیويي وینا کې نن وویل: له امریکا سره به امنیتي قرارداد هغه وخت لاسلیک شي، چې زموږ شرطونه ومنل شي اود افغانستان خلک د امنیت اوخوندیتوب احساس وکړي اودسولې خاوندان شي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي باختر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
جمهوررئيس کرزي زیاته کړه چې د افغانستان خلکو له امریکا سره پر امنیتي قرارداد موافق دي او مشورتي لويې جرګې هم دا سند تصویب کړی دی.
جمهوررئيس په خپله راډیويي وینا کې وویل چې د مشورتي لويې جرګې د مشورو او پرېکړه لیک په پام کې نیولو سره موږ د هېواد د ګټو د خوندیتوب لپاره ځينې شرطونه لرو، چې د امریکا متحده ایالات يې باید په اړه د قرارداد تر لاسلیک کېدو دمخه  له موږ سره لازمې ژمنې وکړي.
جمهوررئيس زیاته کړه چې زموږ هېوادوال د هېواد په ګوټ  ګوټ کې په خپلو کورونو کې د امنیت او خوندیتوب احساس نه کوي، له همدې کبله موږ له کلونو راهيسې له بهرنيو ځواکونو سره په جدل کې و. موږ خپلو خلکو ته سوله او امنیت هغه مهال راوستی شو، چې په خپلو کليو او ښارونو کې مو د بهرنيو ځواکونو د پوځي عملیات مخه نيولې وي. له همدې کبله مو خپلو خلکو کورونو ته د بهرنیو ځواکونو د تګ د مخنیوي شرط اېښی دی.
د هېواد جمهوررئيس وویل: زموږ بل شرط لکه څنګه چې د مشورتي لويې جرګې په پرېکړه لیک کې هم راغلی دی، د سولې ټينګښت دی. زموږ خلک له کلونو راهیسې د ناامنيو او جګړې څخه ډېر رنځېدلي دي او ډېر مالي او ځاني زیانونه يې ګاللي دي. زموږ د هر فرد غوښتنه په ټول هېواد کې د امنیت او د سرتاسري سولې ټينګښت دی. موږ له امریکا متحده ایالاتو څخه غواړو چې زموږ د خلکو د دغه ملي ارمان د تحقق لپاره له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، ترڅو د سولې پروسه د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته