سیاست

جمهوررییس محمد اشرف غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او اراضي او ښځو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرستان معرفي کړل

 

کابل / د غبرګولي ۱۴ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن مازیګر محمود کرزی د ښار جوړولو او اراضی وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، ډاکتر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا د نوماند او سرپرست وزیر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې او اجمل احمدي د افغانستان بانک د عمومي رییس په توګه رسماً معرفي کړل.

د جمهوری ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې ترسره شول، لومړی د یادو وزارتونو د نوماندانو او سرپرستانو او د افغانستان بانک د رییس ټاکل کېدو په اړه د جمهوررییس جلا، جلا فرمانونه د چارو ادارې عمومي رییس ډاکتر فضل محمود فضلي ولوستل.

د ښار جوړولو او اراضي وزارت نوماند او سرپرست وزیر د حکومت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ښار جوړولو او د ځمکو مدیریت ته د پاملرنې په برخه کې خپل اهداف او لومړیتوبونه له جمهوررییس سره شریک کړل.

وروسته د عامې روغتیا نوماند او سرپرست وزیر ډاکتر محمد جواد عثماني خبرې وکړې او د جمهوررییس له باور څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، ژمنه کوم چې خپلو خلکو ته به خدمت کوم. هغه کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو لومړیتوبونو، په روغتونونو کې اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ښه والي او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو په برخو کې هم خبرې وکړې.

ورپسې د ښځو چارو وزارت نوماندې او سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ خبرې وکړې او د جمهوررییس او د هیواد د لومړۍ مېرمنې باور څخه په مننې یې وویل، د ښځو حقونو د ښه والي لپاره به کار وکړم.

هغې همداراز وویل، د پوهاوي لوړولو او د ښځو د ستونزو په اړه به کار وکړي، ترڅو د هغوی اړین ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي حقونه له پخوا څخه لا زیات تامین شي.

په همدې ترتیب د افغانستان بانک عمومي ریاست نوماند او د دې بنسټ سرپرست اجمل احمدي په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه خبرې وکړې وې ویل، هڅه یې کړې چې د جمهوررییس د لارښوونو پر اساس افغانستان له وارداتي هیواد څخه په صادراتي بدل کړي، ترڅو ښې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه د افغانستان بانک عمومي ریاست کې د خپلو برنامو په اړه وویل، هڅه کوم ترڅو ښه پولي پالیسي رامنځته شي، بانکدارۍ سکتور سره همکارۍ زیاتې او په دې سکتور ښه څارنه رامنځته شي.

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررییس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر په دې مراسمو کې د پخوانیو وزیرانو له کړنو د مننې ترڅنګ وویل، حکومت باید په متحدانه او منسجم ډول کرونا سره مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، کابینه د ټول هیواد هېنداره ده او وزارتونه او نورې ادارې له ټول افغانستان سره تعلق لري.

د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې د مخکینیو وزیرانو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، د پخوانیو مسوولینو د کړنو د ستاینې منل شوی فرهنګ باید بنسټیز شي.

صالح د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مخکیني سرپرست وزیر جواد پیکار د هڅو او خدمتونو چې د ځمکو او څړځایونو د بانکونو جوړولو او د جایدادونو د اسنادو پروسې د اصلاحاتو په برخه کې ترسره کړي، مننه وکړه.

هغه یادو نوماند وزیرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، وزیران باید خدمت کولو ته جدي ژمنتیا ولري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له نوي نوماند وزیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان تاریخي مقام بېرته راژوندی کړي او د خپلو برنامو د تطبیق په برخه کې دوامداره هڅې وکړي.

همداراز د جمهوررییس لومړي مرستیال د دې په بیانولو سره چې موږ د جمهوررییس تر زعامت لاندې خلکو ته یو خدمتګار ټیم یوو، د عامې روغتیا نوماند وزیر څخه وغوښتل چې د خلکو د غوښتنو پوره کولو لپاره هڅه وکړي او هغوی ته روغتیایي خدمتونه زیات کړي.

جمهوررییس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، د دولت دنده د هیلو رامنځته کول دي او موږ د هیلو ټیم یوو او په سختو شرایطو کې زموږ مسوولیت زیاتېږي چې هیله رامنځته کړو.

هغه زیاته کړه، خپل ملت ته باید د خدمت کولو غښتلې، ملي او اسلامي اراده ولرو. ملت له موږ تمه لري داسې میراث پرېږدو چې د سولې او هوساینې لپاره د هیواد لیدلوری روښانه وي.

جمهوررییس وویل، ژمن او مصمم ټیم رامنځته شوی او د یوه واحد ټیم په توګه د افغانستان د حکومت رهبري به ستاسو په خدمت کې وي او تاسو په دولت تکیې ته د یوه اساسي بنسټ په توګه وګورئ.

د هیواد جمهوررییس وویل، له اوسنیو نوماند وزیرانو مننه کوم چې ملت ته د خدمت کولو لپاره یې زموږ غږ ته لبیګ ووایه. موږ باید په هره برخه په ځانګړي ډول ټولنیزو او روغتیایي برخو کې منسجم اقدامات ولرو، په کرونا بریالي شو او ملت زموږ له ژمنتیا او رښتینولۍ ډاډه شي.

هغه دې ته په اشارې چې سختې میاشتې به په مخکې ولرو ټینګار وکړ چې د کرونا مصیبت د محوه کولو لپاره له ټولو امکاناتو استفاده کېږي او د خلکو غوښتنه دا ده هغه څه مو چې وس کېږي ترسره کړو او په سختو شرایطو کې د سمدستي اجراآتو جرئت ولرو.

جمهوررییس غني څرګنده کړه، د ښځو حقونو څخه ملاتړ د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او ښځې باید ډاډه شي چې غږ یې اورېدل کېږي او د دولت هره برنامه باید د ښځو د رول غښتلي کولو لامل شي.

جمهوررییس وویل، د ښځو مقام په سرتاسري ډول تامینېږي او لا تر اوسه هم زموږ هیواد د بېوزلۍ له خنډ سره مخ دی چې د منلو وړ نه دی.

جمهوررییس غني د ښارګوټو د تنظیم په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت نوماند وزیر څخه وغوښتل چې دغه سکتور باید لا زیات حرکت وکړي. هغه زیاته کړه، خلکو ته دې سټنډرډ ښارګوټي، ارزان بیه او د باور وړ کورونه جوړ شي او د افغانستان د لویو ښارونو رنګ ته بدلون ورکړئ.

هغه اجمل احمدي ته وویل، هېڅ هیواد د بانکدارۍ سیستم له شتونه پرته حرکت نشي کولی او د بانکدارۍ سکتور باید د باور وړ وي، ترڅو په هیواد کې د بانکدارۍ یو منسجم سیستم جوړ شي.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د بانکدارۍ فعال سکتور د اقتصادي سکتور د ودې لامل ګرځي او موږ باید ښه اقتصادي وضعیت ولرو او د حکومت رهبري به ستاسو د اصولي طرحو ملاتړ وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته