امنیت

طالبانو په فاریاب کې یو سړک ویجاړ کړ

کابل باختر دتلې ۱۷ مه
وسله والو طالبانو د فاریاب ولايت په شرین تګاب ولسوالۍ کې یو سړک ویجاړ کړ.
د فاریاب د امنیی قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش د باختر آژانس خبریال  ته وویل چی طالبانو یو پوخ شوی سړک پرون د شرین تګاب ولسوالۍ په اسلام قلعه سیمه کې د سکواټور په واسطه ویجاړ کړ .
یورش زیاته کړه چی طالبان د پردیو په لارښوونې سره د ټولګټو پروژو په ویجاړولو لاس پوري کوي او خلکو ته ستونزه جوړوي .
د سیمی یو اوسیدوونکي وویل چی طالبانو دغه لاره د دولتي وسایطو د تګ راتګ د ستونزو په خاطر ویجاړه کړې ده او ویلي یې دي ترڅو ملکي واسطې دې په دوی پورې اړوندې لارې کې تګ راتګ وکړي.
دغه سړک هغه لویه لاره ده چی د فاریاب ولایت د بلخ او جوزجان له ولایتونو سره نښلوي.
پای/ شکریه 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته