سیاستخبرونه

جمهوررییس غني له یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره وکتل

کابل / د غويي ١۵مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هېواد له مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي حراست ګوند له مشر محمد اکبري، د متحد افغانستان اسلامي حرکت له مشر استاد ابوالحسن یاسر، د ملي اقتدار ګوند له مشر سید علي کاظمي، د افغانستان د اعتدال ګوند له مشر سید حسن صفایي بلخابي او د ملي انسجام ګوند له مرستیال احمد حسین سنګر دوست سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یادو ګوندونو مسوولینو له جمهوررییس څخه په ملي مسایلو کې د مشورو له امله مننه او د جمهوریت او د سولې په اړه د جمهوررییس د اصولي دریځ ملاتړ وکړ.
جمهوررییس غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه د دوی مشورې واورېدې او له دوی سره یې په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وکړې. #
پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته