امنیت

دطالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل  باخترد   غبرګولى  دمياشتې  ١ :
دملي اردومنسوبينو نن دطالبانو يو قوماندان له څلورو تنو افرادوسره يې په هلمند  ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيوه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه قوماندان له زياتې مودې را په دې خوا دهلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ په  مربوطاتوکې په وسله والو فعاليتونو او د خلکو په ځورونې بوخت و چې د ملي اردو د منسوبينو له خوا له څلورو تنو افرادوسره يې ونيول شو.
د يوبل خبرله مخې:
دوه تنه وسله وال مخالفين نن دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دملي اردو له منسوبينو سره په نښته کې هغه وخت ووژل شول چې دملي اردو يوه ګزمه له وسله والو مخالفينوسره مخامخه شوه چې د جګړې له امله دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او نوريې وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته