خبرونهامنیتTOP

جمهوررییس غني: د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې، د کب نهمه ـ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو یې ملتیا کوله، ملي دفاع وزارت ته له رسېدو سره سم لومړی د تشریفاتو قطعه معاینه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو منار ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
جمهوررییس غني دغو مراسمو ته په خپلې وینا کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې مبارکۍ ترڅنګ وویل: نن د افغانستان دولت او ملت ته د ویاړ ځای دی چې خپل اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځي او ستاسو له برکته افغانستان پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ دی.
هغه دېته په اشارې چې ولې دولت د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي؟ وویل: دا ویاړ له دې امله دی چې له تاسو پرته به دولت موجود نه وای او ټول باید باور ولري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده.
جمهوررییس د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړه روحیه وستایله، ویې ویل: زه هره اوونۍ د وسله وال پوځ د شهیدانو له وارثینو سره خبرې او د هغوی د کورنیو د روحیې قدرداني کوم.
جمهوررییس غني څرګنده کړه: د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې واقعي بچیان دي او ټول ملت یې ترڅنګ ولاړ دی. ستاسو هر یو رضاکار او د دې خاورې سرباز دی. دولت ژمن دی چې تاسو ته به تل د ملي پانګې په توګه ګوري.
جمهوررییس وویل: امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې هغه لار وهلې چې په نورو هېوادونو کې ډېر وخت نیسي او په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له دې ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ بېساری دی، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د اساسي قانون ساتونکي او تطبیقوونکي دي.
جمهوررییس زیاته کړه: د افغانستان د نفوس اکثریت ځوانان جوړوي او تاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځوانه پیاوړې روحیه د یو ځوان نسل ملاتړ او ساتنه کوئ.
جمهوررییس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: ستاسو په څېره کې واحد ملت، ثبات او د افغانستان هوساینه او سوله لیدل کېږي، له تاسو او اتلولیو پرته به مو نن د سیاست ډګر متفاوت وای.
هغه زیاته کړه: ستاسو اتلولي، قربانۍ او وړتیا هره ورځ د نړۍ د رهبرانو له لوري ستایل کېږي او تاسو یوازې د افغانستان د خپلواکۍ نه، بلکې د نړۍ د امنیت ساتنه کوئ.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل: په ۱۴۰۰ کال کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کورونو جوړول په قوت پیل شي.
جمهوررییس د سولې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رول په اړه وویل: زموږ د خلکو پر وړاندې نننۍ جګړه له انسانیت، عدالت او حقانیت سره په تضاد کې ده او د اسلام مبین دین سره اړیکه نه لري.
د هېواد جمهوررییس وویل: علمای کرام په دوحه، مکه، مدینه، اندونیزیا او د اسلامي نړۍ په نورو ټولو سیمو کې د استدلال په ډګر کې ښه وځلېدل، ځکه زموږ داعیه برحقه ده. جګړه د حل لار نه ده، خو اتلولي، ژمنتیا او جرئت په دې کې دی چې سوله وکړو.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: څلوېښت کاله کېږي چې نړیوالې ټولنې د عظیم تاریخ او ځلانده تمدن لرونکي لېواله خلک له خپل بنسټیز حق چې هماغه سوله ده، محروم کړي او دا د منلو وړ نه ده، موږ پایداره او باعزته سوله غواړو او دا راتلونکې ده.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی له کورنیو سره غمشریکي وکړه او هغو سرتېرو ته یې د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې همدا اوس د هېواد په دفاع بوخت دي، وویل: د جمهوررییس له لوري ځانګړي مډالونه، ترفیعات او نغدي مرستې د جګړې د لومړۍ کرښې اتلو سرتېرو ته ورکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال افغان ملت ته ډاډ ورکړ چې پسرلنۍ جګړې ته بشپړ تیاری لري او اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اکمالاتو، رهبرۍ او همغږۍ له اړخه په خورا ښه موقف کې دي.
همدا راز په دغو مراسمو کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د شهید نظام الدین مور حمیدې او د معلولینو په استازیتوب جګړن شاه زمان خبرې وکړې.
هغوی وویل: موږ د خپل هېواد لپاره قرباني ورکړې او چمتو یوو چې د دې وطن له لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړو.
په دغو مراسمو کې سمونمل مومن خان په خپل لاس لیکل شوې د قرآن عظیم الشان نسخه جمهوررییس ته ډالۍ کړه او همداراز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو په اړه یو کوچنی فلم هم نندارې ته وړاندې شو.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته